ایکنا د فلسطین د اطلاع رسونې دمرکز دعربی پاڼې له قوله راپور راکړ، یو شمیر فلسطینیانو، په الاقصی جومات او باب الرحمه مصلی کې په شتون سره ،د ؛رحمت د فانوسونو ؛ په نامې سره د قرآني پلان دلومړنۍ برخې موخه پوره کړه. ددغه پلان په لومړنۍ برخې کې د حاضرو خلکو له خوا د دقرآن کریم درې سوه جزوې ،تلاؤت شوې.
ددغه پلان لومړنۍ مرحله دوه اونۍ مخکې د ؛الاقصی تړون؛د نوښت په چوکاټ کې اجرا شوه .په دغې عیدګاه یا مصلی کې حاضرو خلکو ،د قرآن کریم یو زر جزوې یا سپارې ددغه پلان د دوهمې برخې دهدف په توګه اعلان کړې. په دغه پلان کې د قرآن کریم تلاؤت داسې دی چې ګډون کونکي باب الرحمه مصلی ته د ورتلو په وخت،په ټلیګرام کې دخپلې خوښې ربوټ ته دخپل موقعیّت په لیږلو سره،هغه سپاره چې د تلاؤت کولو نیّت ئې لري، ټاکي.
دغه پلان د وخت او داجرا د ځاي له نظره ډير زیات اهمیّت لی،ځکه چې باب الرحمه مصلی د صهیونیسټي نیواکګرو له خوا له ديرو محدودیّتونو سره مخامخ ده او په وروستیو میاشتو کې څو ځله پر صهیونیستي وحشي پوځیانو یرغلونه کړي دی. له بل پلوه د ذی الحجې دمیاشتې د لومړنۍ لسیزې د اعتکاف په دستورو کې د زیاتره خلکو د شتون لپاره پراخې بلنې ، د الاقصی جومات د یهودي کولو له پلانونو سره دمقابلې لپاره مطرح شوي دي.